ولسمشر حامد کرزی وایي، اوس چې بهرنیان د افغانستان د انتخاباتو په پروسه کې دخیل شوي؛ دوی باید په ټاکلي وخت د نتایجو د څرګندیدلو لپاره جدي هڅې وکړي.
د جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې راغلي چې، ولسمشر کرزي دغه څرګندونې نن په افغانستان کې د ناټو له عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ او د امریکا له سفیر سره د لیدو پر مهال وکړې.
د اعلامیې له مخې دغه ملاقات له ولسمشر حامد کرزي سره د جوزف ډنفورډ د مخه ښی ملاقات و.