د فاریاب والي: په غورماچ او قیصار ولسوالیو کې بهرني طالبان د جګړو مشري کوي

د فاریاب والي وايي ددغه ولایت په غورماچ او قیصار ولسوالیو کې بهرني طالبان د جګړو مشري کوي. محمد الله بتاش آزادي راډیو ته وویل چې؛ افغان طالبان د بهرنیو وسله والو په همکارۍ سره د دغو سیمو د نا امنه کولو هڅي کوي.

"بهرني طالبان لکه ازبکان، پاکستانیان، چیچني او داسې نور له دوی سره شته. په دې وروستیو درېیو ورځو کې وسله والو مخالفینو هڅه کړې چې؛ د قیصار غورماچ لویه لاره د ترافیک لپاره وتړي؛ د پولیسو پوستې کلابند کړي او په دې توګه غورماچ ولسوالۍ له ګواښ سره مخامخ کړي."

بتاش زیاته کړه چې، په غورماچ او قیصار ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو شمیر تر امنیتي ځواکونو ډیر دی.

پر فاریاب سربیره په دې وروستیو کې په جوزجان او کندز ولایتونو کې هم د حکومت د وسله والو مخالفینو د هڅو راپورونه ورکړل شوي دي.