د پکتیا چارواکي وايي، چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پر یوې سرحدي پوستې د وسله والو مخالفینو په حمله کې څه باندې شل مخالفین وژل شوي دي.
د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال زلمي اوریاخیل آزادي راډیو ته وویل؛ چې شاوخوا سلو وسله والو نن سهار څلور بجې پر یادې پوستې حمله وکړه.
د یو بل خبر له مخې، دفاع وزارت وايي په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په بیلابیلو تصفیوي عملیاتو کې پنځه ویشت وسله وال مخالفین وژل شوي او اوولس نور ټپیان دي.
د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي؛ دغه عملیات په لغمان، لوګر، میدان وردګو، کندز او کابل ولایتونو کې شوي.
اعلامیه زیاتوي چې په همدې موده کې د ملي اردو پنځه منسوبین هم د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي.
اخوا د فاریاب چارواکي وايي، په قیصار او غورماچ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر ضد په عملیاتو کې اته وسله وال مخالفین وژل شوي او دیارلس نور هم ټپیان دي.
وسله والو طالبانو د دغو نښتو او حملو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.