د اسراییل د هوایي برید له امله نن سهار وختي د غزې په مرکز کې درې فلسطینیان ووژل شول او لس نور ټپیان شول. د غزې ښار په یوې بلې برخې کې بیا بمباري نژدې څلویښت فلسطنیان ژوبل کړل.
دا تازه بریدونه وروسته تر دې شوې دي چې؛ اسراییل راپور ورکړ چې یو اسراییلی هلک د هغو توغندیدو په برید کې وژل شوی دی چې؛ له غزې ویشتل شوي.
د جولای له لومړیو راهیسې چې اسراییل له غزې څخه د توغندیدو د ویشتلو د مخنوي لپاره علمیات پیل کړې دي؛ تر دوه زره ډير فلسطینیان په غزه کې وژل شوي او تر لس زرو ډیر هم زخمیان شوې دي.
د حماس وسله والو پرون په غزه کې اتلس مشکوک فلسطنیان په دې تور اعدام کړل چې اسراییلیانو ته اطلاعات ورکوي. دا اعدامونه په دې پسې وشول چې اسراییل د حماس درې قوماندانان په یوه هوایي برید کې یو ځای ووژل.