د پاکستان پوځ ویلي چې، یو عسکر یې پرون (جمعه) له هغو وسله والو سره چې د افغانستان له خاورې ورغلي وو؛ په وسله واله نښته کې وژل شوی دی.
پيښه د افغانستان پولې ته نږدې د بلوچستان ایالت د مسلم باغ په سیمه کې شوې ده.
د پاکستاني پوځ خبرپاڼه وايي چې؛ لږترلږه اتیا تروریستان د افغانستان له خاورې پاکستان ته ورننوتي وو.