د عراق امنيتي ځواکونه وايي، شيعه مليشه د عراق په شمال ختيځ کې د سنيانو يوه مسجد ته ننوتل او لږ تر لږه ۳۰ کسان يي په ډزو ووژل.
امنيتي ځواکونو خبري رسنيو ته ويلي، د ديالا ولايت بقوبا ښار روغتون ته د ديرشو کسانو مړي رسيدلي دي.
عيني شاهدانو ويلي، د مړيو شمير تر دي زيات دي.
د عراق د شيعه ګانو ستر مذهبي مشر آيت الله علي السيستاني يوځل بيا نن په کربلا کې د جمعې په لمانځه کې پرعراقيانو غږ وکړ چې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد دې وجنګيږي.
ده دغه راز وويل، په بغداد کې ټول اړخونه سلا شوي چې په هېواد کې به يو مناسب حکومت جوړوي.
له بلې خوا، د عراق حکومتې ځواکونو او کردي پشمرګه مليشو د اسلامي دولت له وسله والو څخه د دوو ښارګوټو د بيرته نيولو عمليات پيل کړي دي.
د عراق امنيتي ځواکونو لويديځو خبري رسنيو ته ويلي، عراقي عسکر د هوايي ځواک په ملاتړد ايران پولې او د کردانو خومختاري سېمې ته نږدې د سعديه ښارګوټې پرلور پرمخ تللي دي.
سرچينو ويلي، کردي ځواکونو د امريکا د هوايي ځواک په ملاتړ د بغداد د شمال ختيځ په ۱۱۵ کېلوميترۍ جلاولا سيمه کې يوه ناحيه هم له وسله والو څخه نيولي ده.
د امريکا د متحده ايالاتو دفاع وزير چيک هيګل وايي، د عراق اسلامي دولت وسله والو د امريکا ګټو ته نږدي خطر پيدا کړي او بايد وځپل شي.