په ۶میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ۶۰ فیصده زیات شوی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي، چې د روان میلادي کال په شپږو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې په پرتله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی شپیته فیصده زیات شوی دی.

دې کمیټې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خپلو شپږمیاشتنیو څیړنو راپور خپور کړ او وې ویل، چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی هم ترډیره د حکومتي مسولینو له خوا شوی.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسولین وایي، چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو هڅې یې ګړندۍ کړي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي، که د خبریالانو پر وړاندې روان زور زیاتی همداسې دوام وکړي، د ژورنالیزم او بیان ازادۍ په برخه کې به لس کلنی لاسته راوړنې له خطر سره مخ شي.

یادې کمیټې د پنجشنبې په ورځ د افغان خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي شپږ میاشتنی څیړنیز راپور خپورکړ او د خبریالانو اوسنی وضعیت یې د اندیښنې وړ وباله.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مشر نجیب شریفي وویل، د افغان خبریالانو پر وړاندې دا زور زیاتی له ګواښلو، ښکنځلو او وهلو ټکولو څخه نیولې او ان د خبریال تر وژنې پورې رسیدلی دی.

ده وویل، د تیر کال په نسبت په روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې زور زیاتی شپیته فیصده زیات شوی دی:

″موږ سږ کال په لومړیو تقریبا شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د خشونت اته شپیته او د هغو د وژلو، پنځه پیښې لرلي، چې د پنځه خبریالانو د وژلو پیښې هم سابقه نه لري.

دا ارقام چې له تیر کال سره پرتله کوو، شپیته فیصده په کې زیاتوالی راغلی دی.″

شریفي دا هم وویل، د خبریالانو پر وړاندې زور زیاتی درې شپیته فیصده د حکومتي مسئولینو، شاوخوا شپاړس فیصده د نامعلومو کسانو، څه باندې یوولس فیصده د وسله والو مخالفینو او اته عشاریه دوه اتیا فیصده د سیمه ییزو زورواکانو له خوا شوی دی.

ده وویل، د هلمند په ولایت کې نوراحمد نوري، په کابل ښار کې شاهد نعیمي او سرداراحمد او سربیره پر دوی په خوست ولایت کې المانۍ عکاسه میرمن انیا نبرانکاس او په کابل ښار سویډنی خبریال نیلس هورنرهغه خبریالان دي چې په روان میلادي کال کې وژل شوي دي.

ده پرحکومت غږ وکړ، چې د دې ستونزې مخنیوی ته دې تدابیر جدي کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا مني چې؛ د خبریالانو پر وړاندې زور زیاتی د تیرو کلونو په نسبت زیات شوی خو دوی هڅې تیزې کړي چې د تکرارمخه یې ونیسي.

د دې وزارت سلاکارجلال نوراني په دې اړه وویل:

″د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیرپه پیشنهاد او د جمهوري ریاست د مقام په منظورۍ، یو غښتلی کمیسیون جوړ شوی چې، د کورنیو چارو او د فاع د وزارتونو او د ملي امینت د عمومي ریاست چارواکي په کې شامل دي او هدف یی دا دې چې که له خبریال سره زور زیاتی کېږي، دا کمیسیون به یي بررسي کوي او تر پای پورې به یي تعقیبوي.″

د افغان خبریالانو پر وړاندې زور زیاتی نوی خبره نه ده بلکې دا ستونزه له څو کلونو راهیسې روانه او ډیرځلي یي د خبریالانو فعالیتونه ټکني کړي دي.

کارپوهان وایي، خبریالان د هېواد پالیسي، بدلونونه او پرمختګونه له نړۍ سره شریکوي او حکومت ته پکار ده چې، نه یوازې دا چې پر وړاندې یې د خشونت مخه ونیسي بلکې زیاتې کاري زمینې دې ورته برابرې کړي.

راپور: خان محمد ″سیند″