واشنګټن: د برمته شويو خبریال جیمزفولي د خوشې کېدو هڅې وشوې

واشنګټن وایي، په لسګونو ځانګړيو امریکایي ځواکونو په وروستیو کې د خبریال جیمزفولي او نورو امریکایي برمته شويو د خوشې کېدو هڅې وکړې، خو هغوی یې ونه موندل. دغه کسان د اسلامي دولت وسله والو په سوریې کې نیولي.

د تروریستي هڅو د مخنیوي په برخه کې د ولسمشراوباما جګپوړي سلاکاره لیزا موناکو وایي، اوباما د دغه ماموریت امر د اوړي په سرکې کړی و.

دا لومړی ځل دی چې واشنګتن اعلان کوي چې په سوریې کې دننه پلي پوځیان لري.

دا اعلان یوه ورځ وروسته تردې وشو، چې جهادیانو د فولي د سر پرې کېدو یوه ویډیو خپره کړه. خبریال فولي د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې برمته شوی و.

اوباما وایي، د دې سربیره چې د بل امریکایي خبریال سټیف ساټ لاف سرهم په خطرکې دی، امریکا به د اسلامي دولت د وسله والو پرضد بریدونو ته دوام ورکړي.

اوباما وویل، چې دا ډله لکه سرطان ټولې سیمې ته ګواښ دی او په ۲۱ پیړۍ کې دغه ډول ډلو ته ځای نه شته.

د فولي د سر پرې کولو پیښه په نړېواله کچه غندل شوې ده.