د حماس اسلامي وسله واله ډله وایي، چې درې جګپوړي پوځي قوماندانان یې سهار وختي په غزه کې د اسرایلیانو د هوایي برید پرمهال وژل شوي دي.
حماس څرګنده کړه چې؛ یومحمد ابو شمله، بل راید العطار او دریم محمد برهون نومیږي.
د حماس په وینا دغه درې قوماندان په جنوبي ښار رفحه کې په یوه کور ووژل شول.
د حماس د بیړنیو چارو د څانګې ویاند اشرف القدرة وویل، په دې هوایي برید کې ټول اته تنه وژل شوي دي.
د جولای له اتمې راهیسې چې اسراییل عملیات پیل کړي دي دا درې د حماس ترټولو جګپوړي مشران دي چې وژل کېږي.
د ملګروملتو امنیت شورا پرون ژوره اندیښنه وښوده او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې دښمني پای ته ورسوي، خبرې بیل کړي څو یوه دایمي اوربند ته سره ورسیږي.
وړمه ورځ د حماس او اسراییل ترمنځ وروسته له لس ورځو اوربند ختم شو او جګړه بیا پیل شوه.