د کونړولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د پاکستان له خاورې پر دانګام او سرکاڼو ولسوالیو د لګیدلو توغندیو له امله یوه ښځه زخمي شوې ده.
د دغه ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخل ازادي راډیو ته وویل، له تېرې شپې راهیسې د نن سهار تر ۸ بجو پورې د پاکستان له خوا شاوخوا ۶۶ توغندي د دغو ولسوالیو په اړوندو سیموکې لګیدلي دي.
د نوموړي په وینا د پاکستان له خاورې د کونړ ولایت پرولسوالیو باندې په توغول شویو توغندیوکې تراوسه لسګونو کسانوته مرګ ژوبله اوښتې.