د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم سلګونه غړي وایي، چې له خپلو رایو به دفاع کوي

په کابل کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم سلګونه غړي په یوه غونډه کې راټول شوي او وایي، چې له خپلو رایو به دفاع کوي.

دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې له دې وړاندې دواړه کاندیدان د امریکا او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د یوه ملي حکومت په جوړیدو سیاسي توافق ته رسیدلي دي.

د دې توافق له مخې دواړو کاندیدانو ژمنه کړې، وه چې د رایو د تفتیش له بشپړیدو وروسته به د انتخاباتو نتیجه مني.

که څه هم خپله عبدالله عبدالله تر اوسه دې غونډې ته وینا نه ده کړې، خو د پلویانو له خبرو یې داسې ښکاري، چې د تفتیش له بهیره راضي نه دي.

ولسمشرحامد کرزي او په کابل کې د امریکا سفیرله دې وړاندې هیله ښودلې وه، چې د اګست تر وروستیو باید د انتخاباتو نتیجه معلومه شي.