امریکا: افغانستان دې د یو امریکايي خبریال د ایستلو پریکړه بدله کړي

د امریکا متحدوایالتونو پرافغانستان ټینګارکړی دی چې د دې هېواد څخه د یو امریکايي خبریال د ایستلو پریکړه دې بدله کړي.

پرون د افغانستان لوی څارنوالۍ وویل، چې د نیویارک ټایمز خبریال ماتیو روزینبرګ ته یې په څلورویشت ساعتونو کې له افغانستانه د وتلو امرکړی.

لوی څارنوالۍ وايي، نوموړي ته یې ځکه له افغانستانه د وتلو امروکړ، چې هغه د نیویارک ټایمزلپاره د یولیکلي راپورټ په اړه په څیړنو کې همکاري ونه کړه.

روزینبرګ په نیویارک ټایمزکې د هغه راپورد خپرولو وروسته د افغانستان لوی څارنوالۍ د تحقیقاتو لپاره ور وغوښت چې؛ نوموړې په کې د یوشمېر بې نومه لوړپوړو افغان چارواکو له خولې ویلي وو، که چېرې انتخاباتي شخړه هواره نه شي نو د یو موقت حکومت د جوړولو پرطرحه خبرې روانې دي.

خو روزینبرګ وايي، نوموړي او ورځپاڼې یې په دې اړه له څیړنو سره بشپړه همکاري کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري هارف ویلي، د افغان حکومت دا پریکړه په دې هېواد کې د رسنیو له ازادۍ څخه د په شاتګ یو د پام وړګام دی او باید چې سمدستي یې بدله کړي.