جوزجان: په شبرغان کې نامعلومو وسله والو یو کس وژلی دی

د جوزجان په مرکز شبرغان کې نامعلومو وسله والو کسانو یو کس وژلی او د هغه میرمن یې ټپي کړې.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمنان رووفي ازادۍ راډیو ته وویل، چې یاده تیره شپه د شبرغان ښار د سانچارکیانو په سیمه کې شوې.

ښاغلي رووفي وویل، چې د قتل انګیزه تر اوسه معلومه نه ده او په دې برخه کې د دوی څیړنې روانې دي.

د وژل شوي شخص ګاونډیان وايي چې؛ دا یوعادي وګړی وه او میرمنې یې سینګارتون درلود.