سمر: د اقتصادي ستونزو له امله بچه بازي ورځ تربلې په زیاتیدو ده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د بچه بازۍ د عواملو او پایلو په برخه کې یو ملي تحقیق خپورکړی دی.

د دې کمیسیون مشري سیماسمر د یاد تحقیق د نشر پرمهال نن په کابل کې وویل، چې په هېواد کې د قانون نه پلي کېدو، فقر او اقتصادي ستونزو له امله دغه چاره ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې ده.

بچه بازي په افغانستان کې بدبختانه په ډیرخراب شکل سره ادامه لري، د دې پرځای چې د عاملینو سره یې قانوني چلند وشي او د قربانیانو یې ملاتړ وشي.

دغه ملي تحقیق د مرکو له لارې د بچه بازۍ د پدیدې له قربانیانو او د یادو کارونو د ترسره کوونکو سره شوی دی.

دغه تحقیق په ۱۴ ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو له غړو، د عدلي او قضايي ارګانونو نماینده ګانو، امنیتي ارګانونو، مدني ټولنو غړو په شمول د1900 تنو څخه شوی دی.

په داسې حال کې چې د بچه بازۍ پدیده ترټولو بد ترینه او د افغانستان د ټولو قوانینو څخه خلاف کار دی، خو تر دا مهاله د افغانستان په قوانینو کې د دې بدې پدیدې په اړه کوم حکم نه دی شوی.