د جوزجان ولایت چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د اکثرو پراختیایې پروژو کار دریدلی دی.
د جوزجان ولایت د اقتصاد رییس سید حمیدالله ازادۍ راډيو ته وویل، که چېرې دغه پروژو ته لازمه بودیجه ځانګړې نه شي، د بې کاری سربیره به خلک له ډيرو نورو ستونزو سره مخامخ شي.
د ښاغلي حمید په خبره تر اوسه د جوزجان په منګجک، قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې د بودیجې د نه شتون له امله د یو شمېر پراختیایې پروژو کار دریدلی دی.
نوموړی د دې کار لامل د انتخاباتو د بهیر اوږدوالی هم بولي.