د پاکستان د مظاهره کوونکو یوه مشرنن په خپلو ملاتړوغږ وکړ چې د پارلمان ودانۍ ته دې د وکېلانو تګ راتګ بند کړي.
د پارلمان په داخل کې وکېلان له صدراعظم نواز شریف سره د روان سیاسي کړکېچ په اړه بحث کوي.
طاهر القادري په مظاهره کوونکو غږ وکړ چې هیچا ته باید د پارلمان ودانۍ ته د ننوتلو او یا وتلو اجازه ورنه کړي.
په زرګونو مظاهره کوونکو د سې شنبې په ورځ د سرې ساحې چې ټینګ امنیت یي نیول شوی، امنیتي بندۍ او دیوالونه مات کړل او دغې سیمې ته داخل شول.
د مظاهرو بل تنظیمونکې عمران خان په خپلو ملاتړو غږ وکړ، چې د پارلمان پر ودانۍ دې یرغل نه کوي، خو خبرداری یي ورکړ، که چېرې نواز شریف د چهارشنبې تر ماښامه استعفی ونه کړي، ملاتړي به یي د نوازشریف د دفتر پرلورحرکت وکړي.ده وویل:
″ټولو پاکستانیانو ته زما دا پیغام دی چې په اسلام اباد کې سرې ساحې ته راشي، ترڅو په دې توګه موږ په ګډه د نوازشریف د استعفی غوښتنه وکړو.″
پولیس او پوځیان د نوازشریف د دفتر ساتنه کوي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم سلیم باجوا د ټویټر له لارې ویلي، ټول اړخونه باید په داسې یوه حالت کې له حوصلې، عقل او هوشیارۍ څخه کار واخلي.