په غزې تړانګه کې موقت اوربند پای ته رسیدلی

د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ په غزې تړانګه کې موقت اوربند پای ته رسیدلی او د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د حماس ډلې د یوه قوماندان د میرمنې او ماشوم ځوي په ګډون، ۱۱ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ وایي، د سې شنبې له ورځې راهیسې چې شخړه بیرته پیل شوې، دوي شپیته هوایي حملې کړي او دغه راز فلسطینیانو پراسرائیلو له اتیاو زیات توغندي ویشتلي دي.

حماس ویلي، د سې شنبې په ورځ په غزه کې پریوه کور باندې د اسرائیلو په بمبارۍ کې د دې ډلې یو قوماندان محمد ضیف، د هغه میرمن او اوه میاشتنی ځوی وژل شوی دی.

په عین حال کې د مصرپه مرکز قاهره کې، د غزې د اوږدې مودې اوربند خبرو نتیجه نه ده ورکړې او دواړو خواو یو بل د خبرو په ناکامۍ تورن کړي دي.

د جولای له اتمې، په غزې تړانګې د اسرائیلو د حملو له پیل راهیسي تر اوسه له دوه زرو زیات فلسطینیان چې اکثریي ملکېان دی، او ۶۷ اسرائیلي عسکر وژل شوي دي.