د عراق د بهرنیو چارو تلونکی وزیرهوشیارزباري وایي، کردي وزیران چې د نوري المالکي په حکومت کې یي ګډون تحریم کړی و، بیرته له حکومت سره یوځای شوي دي.
زباري رویترز اژانس ته نن وویل، دی بیرته په بغداد کې د بهرنیو چارو وزیردی.
نوري المالکي د اګست په ۱۵ مه د خپلې استعفی اعلان وکړ او ویي ویل ویل چې؛ د هېواد د ملي ګټو په مقصد به د موظف شوي صدراعظم حیدر العبادي ملاتړ کوي.
المالکي په تیرجون میاشت کې د عراق په شمال کې د اسلامي دولت د وسله والو د پرمختګ پرمهال کردي مشران د تروریستانو په پالني تورن کړي وو او هغوي د مالکي په دې ډول څرګندونو سخت په غوسه شوي وو.