د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو کې د ایساف ځواکونو په هواي برید کې درې تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقيوال ازادۍ راډيو ته ویلي، چې د سې شنبې په ورځ غرمه مهال د ایساف بې پيلوټه طیارو د خوګياڼو په پيره خیلو سیمه کې پر وسله والو بمبار کړی، چې په پایله کې دوه تنه وسله وال وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.
نوموړي وویل،چې په دې هوايي برید کې ملکې وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.