ولسمشرکرزي هیله وښوده چې؛ د انتخاباتو نتایج دې ژر تر ژره اعلان شي

ولسمشرحامد کرزي له انګریزانو نه د خپلواکۍ د بیا اخیستو د پنځه نویمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې هیله وښوده چې د انتخاباتو نتایج ژر تر ژره اعلان شي.

ولسمشرحامد کرزي په دې مراسمو کې وویل، چې له نوي حکومت سره به په هېواد کې ناامنۍ هم پای ته ورسیږي:

″انشاه الله کله چې نوی حکومت رامنځ ته شي، دواړو کاندیدانو ژمنه کړې چې دوي به یو قوي حکومت جوړوي او افغانستان به له دې نا امنیو څخه ژغوري او پاکستان باندې هم غږ کوو چې زموږ په وطن کې تخریب ونه کړي.″

ښاغلي کرزي وویل چې؛ د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ توافقات به د افغانانو د منلو وړ وي او ښې نتیجې به ولري.

د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د اسد له اته ویشتمې یا د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې څخه د بیلابیلو غونډو په ترڅ کې لمانځنه وشوه.