د لغمان چارواکي وايې چې؛ په دوو بیلابیلو چاودنو کې درې تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لغمان د والې ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته وویل، نن سهار شاوخوا شپږنیمې بجې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د بادرو په سیمه کې پر ملکي وکړو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله يې یو ځوان هلک ټپي شوی دی.
ځواک وايي، په همدې سیمه کې شاوخوا اته بجې یوه بله د ماین چاودنه هم شوې، چې په کې یوه میرمن وژل شوې او یوه بله زخمې شوې ده.
د یادو پیښو مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.