نن به د نړېوال سره صلیب کمیټې یو استازی د روسيي مرکز مسکو ته لاړ شي

ټاکل شوې چې د نړېوال سره صلیب کمیټې یو استازی نن مسکو ته لاړ شي او د اوکراین ختیځ ته د روسیې د بشري مرستو د رسولو پرمسالې بحث وکړي.

د لارینت کورباز دا سفرپه داسې حال کې کیږې چې د روسیې د بشري مرستو کاروان لاهم د اوکراین پولي ته نږدې ولاړ دی او د تیریدو اجازې ته انتظار باسي.

روسیې د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې له کییف او نړېوال سره صلیب څخه یي د مرستې موادو د تیریدو اجازه ترلاسه کړې ده.

په عین حال کې اوکراین ویلي، لسګونه هغه ملکیان چې له جګړو څخه په تیښته وو، د یاغیانو په حمله کې وژل شوي دي.