امریکا د سوریې له فضا څخه د ټولو الوتنو تیریدل منعه کړي

د امریکا د متحده ایالاتو هوایي چلند ادارې د سوریې له فضا څخه د ټولو الوتنو تیریدل منعه کړي دي.

د امریکا د هوایي چلند فدرال ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، په سوریه کې روانې وسله والې شخړې او ګډوډ امنیتي چاپیریال، ملکي هوایي چلند ته جدي ګواښ مخامخ کړی دی.

دغې ادارې ویلي، په سوریه کې وسله والې بنسټ پالي ډلې د الوتکو ضد وسلې لري.

د امریکا د هوایي چلند فدرال ادارې له دې مخکې ټولو هوایي شرکتونو ته د مشورې په ډول ویلي و، چې د سوریې له فضا نه دې نه تیریږي. دې ادارې دغه راز د عراق له پاسه هم د امریکایي الوتکو الوتنې بندې کړي دي.