په غزه کې موقت اوربند د نورو څلور ویشتو ساعتونو لپاره وغځید

یوفلسطیني چارواکي ویلي اسراییلي او فلسطیني مزاکره چیان پردې سلاشوې دي چې په غزه کې موقت اوربند د نورو څلور ویشتو ساعتونو لپاره وغزوي څو د دایمي اوربند پر سر نورې خبرې اترې وشي.

د اوسنی پنځه ورځنی اوربند موده د افغانستان په وخت تیره شپه پای ته ورسیده.

دا اعلان د دوشنبې په ورځ په قاهره کې د فلسطیني هییت یو چارواکي وکړ.

په قاهره کې د دواړو خواوو ترمنځ د مصر په منځګړیتوب مستقیمې خبرې رواني دي او هڅه کیږي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ په غزه کې یوه میاشتنۍ شخړه پای ته ورسوي.

اسراییل په غزه کې د وسله والو ډلو د بې وسلې کیدو تضمین غواړي. فلسطیني چارواکي بیا له قید او شرط پرته د اسراییلو له خوا د غزې د اقتصادي محاصرې د پای ته رسولو غوښتونکي دي.

په ورستي تاوتریخوالي کې ترنولس سوو زیات فلسطینیان چې ډیر یې ملکیان دي وژل شوي.همدارنګه اوه شپیته اسراییلي سرتیري هم په دې جګړو کې وژل شوې دي.