کردي ملیشو او د عراق ځواکونو د موصل بند له سیمې څخه د داعش وسله وال ایستلي

د عراق ملي ټلویزیون وایي، کردي ملیشو او د عراق امنیتي ځواکونو په موصل کې د هیواد له ستر بند څخه د عراق اسلامي دولت وسله وال ایستلي دي.

تلویزیون دا راپور نن د عراق د پوځ د ویاند جنرال قاسم عطا په حواله خپور کړ او وایي، ځواکونو یې هوایي ملاتړ هم درلود.

دا خبر تر اوسه مستقلو منابعو نه دی تایید کړی.

د عراق اسلامي دولت ډلې د ټویټر له لارې ویلي چې؛ د دوی وسله وال لاهم د برښنا په دغه بند بشپړ واک لري.

په عین حال کې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د یکشنبې په ورځ ویلي وو؛ په عراق کي د امریکا د ګټو د ساتني په مقصد، د موصل د برښنا بند د بېرته نیولو لپاره د عراقي ځواکونو پر ملاتړ هوایي بمبارۍ کوي.

جمهوررییس اوباما د یکشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کي خبرداری ورکړی و؛ چې د موصل د بند ناکامي به په بغداد کې د امریکا د سفارت په ګډون؛ امریکایي پرسونل او تاسیسات له خطر سره مخامخ کړي.