افغان عدالت غوښتونکي: جنګي مجرمین دې محاکمه شي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان عدالت غوښتنونکو په نامه یوه مدني ټولنه له افغان حکومت، د بشر د حقونو له سازمان او نړېوالې ټولنې څخه غواړي چې د افغانستان په جګړو کې دې د بې ګناه خلکو وژونکي محاکمه شي. د دې ټولنې مسئولینو د دوشنبې په ورځ د کابل ښارپه دارالامان واټ کې د زرګونو ورکو وژل شویو عکسونه نندارې ته ځړولي و.