ملګروملتونو د تفیش په بهیر کې د وروستیو نوښتونو او اصلاحاتو هرکلی کړی

ملګروملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو رایو د تفیش په بهیر کې د وروستیو نوښتونو او اصلاحاتو هرکلی کړی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش وايي؛ د عبد الله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمینځ د تفتیش د بهیر په اړه د موافقې هدف دا دی چې؛ له میلیونونه پاکو رایو څخه پراخې درغلۍ تشخيص او جلا شي.

یوناما پرون په یوه بیان کې د ښاغلي کوبیش له قوله ولیکل چې؛ دی وايي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون؛ ملګري ملتونه او د دواړو کاندیدانو ټیمونه په ګډه کار کوي؛ څو داسې طرالعملونه او معیارونه جوړ کړي چې؛ دا پروسه بشپړه شي.

بیان زیاتوي، ملګري ملتونه له ټولو خواوو څخه غوښتنه کوي؛ چې خپلې ژمنې ترسره او د تفتیش په بهیر کې مسلکي روحیه په پام کې ونیسي؛ څو په ممکن ژر وخت کې اعتباري نتیجه ترلاسه شي.