کردي ځواکونه وايي د موصل د برېښنا بند یې له داعش ډلې څخه بېرته نیولی

کردي ځواکونو پرون ماښام اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د موصل د برېښنا بند یې د اسلامي دولت یا داعش ډلې له وسله والو څخه بېرته نیولی دی.

د عراقي کردانو د اصلي ګوند یو مقام "علي عَوني" Ali Awni د دې راپور د تایید ترڅنګ وویل چې؛ پېشمرګه سرتېرو د امریکا د جنګي الوتکو په ملاتړ له افراطي ډلې داعش سره له درنو جګړو وروسته د موصل د برېښنا بند تر خپلې ولکې لاندې راوست.

د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه په یوه بیان کې ویلي چې؛ امریکايي جنګي جټ او همداراز بې پیلوټه الوتکو پرون موصل بند ته نژدې د اسلامي دولت د ډلې پر څوارلسو مرکزونو بریدونه وکړل چې؛ په پای کې یې یوه امنیتي پوسته، لس پوځي موټر او په دوو زغره والو ګاډو کې سپاره وسله وال له مینځه وړل شوي دي.