جاپان د مېندو او ماشومانو د مړینې د سطحې د کمښت په خاطر روغتیا وزارت ته څلویښت عرادې امبولانس موټر ورکړل.
په کابل کې د جاپان سفارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو امبولانسونو مرسته د هغې پروژې یوه برخه ده چې د یونیسیف په ملاتړ د کوچنیانو، د نویو زیږیدلو ماشومانو او د مېندو د روغتیا د ودې په خاطر مخته وړل کیږي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې؛ د جاپان سفیر هیروشي تاکاهاشي نن یکشنبې په کابل کې د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل او په افغانستان کې د یونیسیف استازي اکیل اییر په حضور کې دا مرسته وکړه.