په یوکراین کې روس پلوه بیلتون غوښتونکو د دغه هېواد یوه جنګي جټ الوتکه په ډزو ویشتلې

روس پلوه بیلتون غوښتونکو د یوکرایین په ختیځ کې د دغه هېواد یوه جنګي جټ الوتکه په ډزو ویشتلې ده.

د یوکرایین د پوځي برخې یوه ویاند لینیدماتیخین ویلي، چې دا الوتکه نن سهار د لوهانسک په سیمه کې هغه مهال د روس پلوه بیلتون غوښتونکو له خوا وویشتل شوه چې پر هغوی یې حملې کولې.

ویل کیږي، د الوتکې پیلوټ د فراشوټ په واسطه د یوکرایني ځواکونو له خوا ژغورل شوی دی.