د بریښنا شرکت پر کندهار ولایت د تیلو د بندیدو په اړه راپورته شوې اندیښنې رد کړې

د بریښنا شرکت مسوولانو هغه اندیښنې رد کړې چې څه موده مخکې ویل کیده که امریکایې پوځیان پر کندهارښار تېل بند کړي په دغه ولایت کې به صنعتي پارکونه او فابریکې له فعالیته ولویږي.

د دغه شرکت د سوداګرۍ مشر میرویس عالمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د کندهار ولایت د بریښنا د تعرفې بیه کمه ده، که چیرته دغه تعرفه یا د بریښنا بیه لوړه کړو او د کجکي بند یوه اندازه بریښنا هم ورسره یوځای کړو دغه ستونزه به حل شي:

″د کندهار د بریښنا تعرفه ډيره کمه ده، خو که تعرفې ته تغییر ورکړو او د کجکي بریښنا هم ورسره یوځای کړو، بیا نو هیځ ستونزه نشته، د هغه ولایت سوداګرو او صنعتکارانو ته به هیځ ډول ستونزه نه وي، موږ د کندهار لپاره ډير امکانات لرو، چې انشاالله هغه مرحلې ته به ونه رسیږو چې کندهار به تاریکه شي.″

ښاغلي عالمي زیاته کړه، د څه باندې دووکلونو په ترڅ کې به د وارداتي بریښنا یوه بله پروژه هم پلې شي، چې په کې به له کابله، غزني، سید اباد، مقر او قلات ته د بریښنا مزي وغځول شي او د امریکايي پوځیانو له خوا د تېلو په واسطه د بریښنا د تولیدونکو جنراتورونو ځای ونیسي.

د ښاغلي عالمي په خبره بریښنا شرکت اوس وخت څوارلسو ولایتونو ته د بریښنا د تولید په خاطر ډیزل تیاروي.