د کاندیدانو له خوا د نویو ستونزو د رامنځته کولو په وړاندې د انتخاباتو کمیسیون خبرداری

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رایو د شمېرنې په بهیر کې د کاندیدانو له خوا د نویو ستونزو د رامنځته کولو په وړاندې خبرداری ورکوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمدنور له ازادۍ راډيو سره په خبروکې وویل، چې د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د تفتیش په بهیرکې نوي خنډونه او پلمې به د نتایجو اعلان هم وځنډېږي.

ښاغلي نور زیاته کړه، که دا بهیر د کاندیدانو له خوا له له خنډ سره مخامخ شي او د دواړو ټیمونو د ناظرینو ترمنځ هره ورځ نوې لانجې جوړې شي دا بهیر ښايي ډېر وخت ونیسي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې؛ دې کمیسیون تېره ورځ د شپږ زرو صندوقونه د خاص تفتیش بهیر پیل کړ.

په افغانستان کې د انتخاباتو څارونکي بنسټونه اندېښنه ښيي چې؛ د خاص تفتیش بهیرښايي د ټولو رایو د تفیش پروسه وغځوي.