عمران خان: تر هغو به اعتراضونو ته دوام ورکو, چې نوازشریف استعفی نه وي کړې

د پاکستان د حکومت مخالف سیاسي مشر عمران خان وایي؛ دی به په اسلام اباد کې د خپلو لسګونو زرو پلویانو د اعتراضونو مشري ته تر هغو دوام ورکړي چې؛ صدراعظم نوازشریف استعفی نه وي ورکړې.

وروسته تر دې چې له لاهوره تیره شپه اعتراض کوونکي اسلام اباد ته ورسیدل؛ عمران خان وینا ورته وکړه او ویې ویل چې اعتراض به تر هغو دوام کوي چې؛ نوازشریف صدارت نه وي پرې ایښی.

عمران خان ادعا کوي چې، د ۲۰۱۳ کال په انتخاباتو کې نوازشریف په درغلۍ بریالی شو. دی اوس د نویو انتخاباتو غوښتنه کوي.

اسلام اباد ته د مذهبي مشر طاهر القادري په مشرۍ هم اعتراض کوونکي رسیدلې دي.