اوکرایني چارواکي له مسکو څخه له مرستو بار وراستول شوې لارۍ پلټي

اوکرایني چارواکو د هغه روسي کاروان پلټل پیل کړي چې؛ د مسکو په خبره د اوکرایین ختیځ ته بشري مرستې په کې بار دي.

چارواکي وايي، لسګونه اوکرایني سرحدي ساتونکي او د ګمرک چارواکي د روسیې لوري ته ورغلي چې؛ د څه باندې دوه نیم سوه لاریو دغه کاروان وپلټي.

روسیه وايي، دغه لارۍ د اوکرایین په ختیځ کې خلکو ته اوبه؛ خواړه او نورې بشري مرستې رسوي؛ خو لویدیځ چارواکي اندیښنه لري چې؛ ښایې روسیې به په دې سره د پوځي یرغل لپاره زمینه برابروي.

د اوکراین په ختیځ کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکي د اوکراین له پوځ سره جګیږي.

په روستوف کې د روسیې له دغه کاروان سره د انتقالولو لپاره لسګونه زرهي وسایط هم یو ځای شوي دي.

دغه سیمه د اوکرایین له پولې څخه ډیره لیرې نه ده.

د ګاردین او د ټیلیګراف خبریالانو پرو ن راپور ورکړی وو چې؛ شاوخوا ۲۳عرادې دغه ډول زرهي وسایط لیدل شوي چې؛ د اوکراین لوري ته تیر شوي دي.

په همدې حال کې د اوکراین په ختیځ ښار دونیڅک کې چارواکي وايي؛ په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې ۱۱ ملکي وګړي په ډزو وژل شوي دي. بل خوا پوځ وايي، لوهانسک ښار ته نژدې هم سختې جګړې شوي دي.