جرمني ۳۵ ټنه بشري مرستې د عراق شمال ته استوي

جرمني غواړي چې، نن د هوا له لارې ۳۵ ټنه بشرې مرستې د عراق شمال ته ولیږي. برلین په ورته وخت کې ویلي دي چې؛ له دې محاصره شوې سیمې سره پر پوځي مرستو هم غور کوي.

جرمني رسنیو د دغه هیواد د دفاع وزیرې "اورسلا وان دیر لیین" په وینا خبر ورکړ چې؛ جرمني به د څښاک اوبه، خواړه، کمپلې او دوا واستوي.

دغه مواد به د جرمني په پوځي الوتکو کې د کردانو په اربیل ښار کې ښکته شي او د ملګرو ملتو موسسو ته به وسپارل شي.