هلمند: د ناوې د ټولنیزې شورا غړی عبدالمالک د نامعلومه وسله والو له خوا ووژل شو

د هلمند په مرکزلښکرګاه کې د ګل اغا شیرزي د کمپاین مسؤل او د ناوي د ټولنیزې شورا غړی عبدالمالک د نامعلومه وسله والو له خوا ووژل شو.

د دې ولایت د امینه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل شاه محمود اشنا وایې، عبدالمالک تیرماښام د دوه تنو موټرسایکلو سپرو وسله والو له خوا د لښکرګاه ښارپه صافیانو سیمه کې ووژل شو.

وژل شوی کس د ناوې ولسوالۍ د ټولنیزې شورا غړی او د لومړي پړاو انتخاباتو پرمهال د کاندید ګل آغا شیرزي د کمپاین مسول وو.

بل خوا د ناوې ولسوالۍ د ټولنیزې شورا ریس حاجې جمعه ګل وایې، عبدلمالک شخصي دښمني نه درلوده.

عبدالمالک د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنو د کمپاینونو پرمهال هم په یوه برید کې ټپي شوی وو.

په همدې حال کې د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې نن د پولیسو په یوه رنجر موټر باندې په چاودنه کې درې پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سمونیار حضرت حسین مشرقیوال وایي، چې

په ټپیانو کې د ننګرهار د لومړې حوزې امر هم شامل دی.