په داسې حال کې چې کیف د روسیې د مرستوکاروان ته د اجازې نه ورکولو خبرداری ورکړی، د دغه هېواد د نږدې 300 لاریو مرستې کاروان د اوکراین پولې ته د نږدې کیدو په حال کې دي.
د اوکراین لومړي وزیرارسني یاتسینوک روسیه په بدبینۍ تورنه کړه او ویې ویل چې اوکراین به بشر دوستانه مرستې یوازې د سره صلیب له لارې ومني.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیرپه خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې:
″د پوتین هیڅ کاروان ته به د خارکیف سیمې له لارې اجازه ورنه کړي او ویلي دي چې زموږ په خاوره کې تحریک امیزه او بدبینانه حرکتونه د منلو وړ نه دي.″
روسیه وايي چې؛ له کیف سره یې موافقه کړي چې کله دغه کاروان له پولې واوړي د سره صلیب نړېوالې کمیټې تر څارنې لاندې به مخته ځي.
سره صلیب ویلي چې؛ لا هم د کاروان په اړه معلوماتو ته اړتیا لري.