جرمني، فرانسې او ایټالیا د عراق پر وضعیت د بحث لپاره پر غونډې ټینګارکوي

ټاکل شوې د اروپایې ټولنې د بهرنیو چارو وزیران داګست پرپنځلسمه یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړي او په هغه کې به پردې خبري وکړي چې څنګه کولای شي د عراق او اوکرایین روانو حالاتو ته ځواب ووایې.

جرمني، فرانسې او ایټالیا د عراق پر وضعیت د بحث لپاره پر غونډې ټینګارکوي.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي په عراق کې روان کړکېچ په دغه هېواد کې د نژادې او مذهبي اقلیتونو په وړاندې د ګواښونو موجودیت ښیې.

هغه وایي، جرمني دا مهمه ګڼي چې اروپایې هېوادونه په دې برخه کې د وسایلو او بشري مرستو په رسولو سره ځواب ووایې.

بریتانیا او فرانسه هم د هغه امریکایي کمپاین سره یوځای شوي چې یزیدي وګړو ته بشري مرستي رسوي.

د دغه مذهبي اقلیت زرګونه کسان د اسلامي دولت وسله والو د شخړو له کبله له خپلو کورونو تښتیدلي او د عراق په شمال کې د سنجار په غرونو کې اوسیږي.