مصري منځګړو د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د غځیدو وړانديز کړی ترڅو په غزه کې د جګړې د ختمولو لپاره خبرو ته فرصت برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د مصرپه منځګړیتوب د اسراییلو او حماس ترمنځ د درې ورځني اوربند دریمه ورځ ده.
دغه اوربند دواړو لورو ته په قاهرې کې د غیرمستقیمو خبرو لپاره زمینه برابره کړه.
حماس د اسراییلو او مصرله لوري د غزې د اقتصادي محاصرې ختمول غواړي خو اسراییل بیا د حماس پر بې وسلې کولو ټینګار کوي.
د دواړو لورو ترمنځ خبرواترو د نن ورځې ترپيله هم دوام درلود او ټاکل شوې ده په سیمه ییز وخت غزمه مهال بیا پیل شي.
د اسراییلو او حماس ترمنځ درې ورځنی اوربند نن شپه پای ته رسیږي.