جوزجان: د شبرغان په محبس کې د سیاسي زندانیانو د ګډوډیو مخه نیول شوې

د جوزجان چارواکي وایې، د شبرغان په محبس کې یې د سیاسي زندانیانو د ګډوډیو مخه نیولې ده.

د دغه زندان مسولینو نن ازادۍ راډیو ته وویل، څلورویشتو زندانیانو هغه مهال غوښتله ګډوډي جوړه کړې چې، دوي له شبرغانه مزار شریف ته د دوسیو د څيړنې په خاطر لیږدول کیدل.

د جوزجان امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجاني ازادۍ راډیو ته وویل، چې زندانیانو دغه راز پلان درلود پر ښځینه زندان هم حمله وکړي خو مخه یې ونیول شوه.

د ښاغلي جوزجاني په خبره، د دغه زندانیانو غوښته دا وه چې د دوي دوسیې باید په عادلانه توګه وڅيړل شي.

د شبرغان په زندان کې شاوخوا نهه سوه زندانیان ساتل کیږي چې پنځوس یې په کې ښځې دي.