د روسیې د مرستو شاوخوا۳۰۰لارۍ د اکراین پولي ته نږدې کیږي

د روسیې د مرستو شاوخوا درې سوه لارۍ د اکراین پولې ته نږدې کیږي.

روسي رسنۍ وایې، دغه کتارنن د روسیې ورونیز ښار ته چې د اکراین له پولې درې سوه کیلومتره واټن لري، ورسیدی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، چې دغه مرستې به د روسیې او اکراین د موافقې له مخې د روسیې د شبیکینو ښار څخه د سرحد بل خوا ته وسپارل شي.

بیان زیاتوي چې دغه کتار به وروسته د سره صلیب د نړېوالې کمیټې تر څارنې لاندې خپل حرکت ته دوام ورکړي.

په دغه مرستو کې جنراتولونه، خوراکي مواد، درمل، اوبه او ځينې نور اړین مواد شامل دي.

خو لویديځ هېوادونه او اکراین له دې اندیښنه لري، چې ښایې روسیه د بشري مرستو په پلمه د اکراین خنیځ ته سرتیري ولیږي، چیرې چې روسي پلوه یاغیان له اکرایني ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.