اشرف غني احمدزي پرون یوځل بیا خپل هغه دریځ تکرار کړ

د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي پرون یوځل بیا خپل هغه دریځ تکرار کړ چې په راتلونکي کې د ملي وحدت حکومت جوړیدل دا مانا نه لري چې ګټونکی کاندید به په بشپړډول واک له بایلونکي کاندید سره ویشي.

نوموړي پرون دا خبره په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وکړه.

ظاهرا داسې بریښي چې دی د خپلو پلویانو د هغو اعتراضونو د کرارولو هڅه کوي چې ویل کیږي د ده پر سیاسي جوړجاړي خپه دي.

د ځینو لویدیځو راپورونو په استناد د اشرف غني احمدزي پلویان ادعا لري چې د دوی د ټیم مشر د امریکا ترفشار لاندې د ولسمشرۍ د دوهم دورانتخاباتو د رایو سل فیصده تفتیش او هم له سیالي ډلې سره د ګډ حکومت جوړیدل منلي دي.

له بلې خوا هم دا د واک د ویش مساله د دواړو کاندیدانو د ټیمونو ترمنځ هم ناحل پاته ده او لایې هم بحثونه تاوده دي.

د عبداله عبداله ټیم وایې، د هغه توافق له مخې چې په تیرو څو ورځو کې د دواړو کاندیدانو تر منځ وشو، دواړه ټیمونه به په راتلونکي حکومت کې مساوي ونډه ولري، خو اشرف غني احمدزي بیا وایې چې که چیري بریالی شي ، دی به بشپړ واک او مسولیتونه ولري او د اجرایوي مشر پست به هم د ولسمشر په اختیار کې وي.

د ملي وحدت حکومت د جوړیدو طرح د روانو انتخاباتي لانجو د هواري په هدف د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري لخوا مطرح شوه.