په لویدیځه افریقا کې په "ایبولا" ناروغۍ د اخته کسانو شمیر تر زرو واوښت

د روغتیا نړیوال سازمان وایې، په لویدیځه افریقا کې په ایبولا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر له زرو واوښت.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان پرون وویل؛ چې د دې ناروغۍ له امله یو زر او دیارلس کسان مړه شوي دي.

دغې ناروغۍ د ګیني، لایبریا، سریلیون او نایجریا هیوادونه ځپلي دي.

چارواکو یو زر او اته سوه اته څلویښت نور کسان هم ثبت کړي چې؛ ښایي په دغه ناروغۍ اخته وي او یا هم ناروغي یې ثابته شوې ده.

د ایبولا د وژونکې ویروس ستر علایم لوړه تبه؛ خواګرځی او د وینې ضایع کول دي.

د لایبریا چارواکي وایي، دوی به روانه اوونۍ د ایبولا ضد هغه درملو استعمال پیل کړي چې؛ لا تر اوسه نه ده آزمویل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان د ایبولا د ناروغۍ په خاطر نړیوال بیړنی روغتیایي حالت اعلان کړی دی.