اشرف غني: نن له سیال ټيم سره د ورستیو توافقاتو په اړه غونډه کوو

د افغانستان جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزی وايي چې؛ د نن ورځې په اوږدو کې به له خپل سیال ټيم سره د ورستیو توافقاتو په اړه خبرې پیل کړي.

ښاغلي احمدزي نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې؛ دا خبرې اترې به د پنځلس کسیز ګډ ټيم له خوا پرمخ وړل کیږي:

"موږ خپلې خبرې د نن ماښام په پنځو بجو پیلوو؛ دواړه ټيمونه یعنې د تحول او تداوم او د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په دې ژمن دي چې؛ خپلې خبرې پیل کړي، پنځوس کسیز ټيم جوړ شوی چې، په مهمو موضوعاتو به خبرې وکړي."

ښاغلي احمدزي ونه ویلي چې، د دوی ټيمونه به مشخص په کومو مسایلو خبرې وکړي.

خو له دې وړاندې دواړو کاندیدانو ویلي؛ چې کاري ټیمونو به یې په هغې اعلامیې ګډ کار پیلوي؛ چې تیره جمعه دواړو کاندیدانو لاسلیک کړه.