د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د رایو د ابطال کمپیوټري سیسټم به نن له غرمې وروسته په ابتدايي ډول خپل کار پیل کړي.
د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور خبریالانو ته وویل چې د رایو د باطلیدو پروسه به د دواړو انتخاباتي ټیمونو د استازو ملي او نړېوالو څارونکو په حضورکې ترسره کیږي:
"د رایو د تفتیش د ثبت میکانیزم د نتایجو په مرکز کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له خوا نهايي شوی او نن درې بجې به د دواړوکاندیدانو د استازو په حضور کې دا بهیر په ابتدايي شکل خپل کار پیلوي."
نوموړي وویل چې، د دې کمیپیوټري سیسټم په وسیله به پاکې رایې له تقلبي رایو څخه په اتومات ډول بیلیږي.
ښاغلي نور وویل چې، د رایو د تفتیش پروسې له پیل څخه تردې مهاله نږدې ۷ زره صندوقونه تفتیش شوي دي.