فیضي: له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیک اصلي وجه د ملکي تلفاتو موضو وه

د افغانستان حکومت د بخښنې د نړيوالې موسسې د راپور په غبرګون کې وويل؛ چې له امريکا سره د امنيتي موافقې د نه لاسليک کولو يوه اصلي وجه د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو موضوع وه.

د بخښنې نړيوالې موسسې په خپل تازه راپور کې؛ چې پرون يې خپور کړ، ويلي چې له ۲۰۰۱ څخه را په دې خوا ناټو او امريکايي پوځيانو په افغانستان کې په زرګونو ملکيان وژلي او د دغو وژنو دوسيې يې تعقيب کړي نه دي.

د ولسمشر کرزي ويندوی ايميل فيضي وويل؛ د ناټو پوځيانو له لوري د ملکيانو د مرګ ژوبلو مسالې ته نه پاملرنه د افغانستان او امريکا د اړيکو د سړېدو ترڅنګ د دې سبب شوی چې؛ افغانستان له امريکا سره دوه اړخيزه امنيتي موافقه لاسليک نه کړي.