د عراق سترې محکمې نن د صدراعظم په توګه د نوري المالکي د پاتې کیدو حکم صادر کړ.
محکمې ویلي، د مالکي په مشرۍ اېتلاف په وروستیو انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلي او همدې په پام سره نوموړی باید د عراق د صدراعظم په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د عراق د اساسي قانون له مخې د دې هیواد ولسمشر باید اوس له صدراعظم وغواړي چې خپل نوی حکومت جوړ کړي.
په همدې حال کې نوري الماکي ویلي؛ غواړي د ولسمشر فواد معصوم پر ضد له قانون څخه د سرغړونې یوه دعوه پورته کړي.
د مالکي په مشرۍ اېتلاف پر کردي نژاده ولسمشر فواد معصوم تورې پورې کړی چې؛ د نوي صدراعظم د معرفي کولو په چاره کې پاتی راغلی دی:
"ولسمشر بیا له اساسي قانون سرغړونه کړې ده. لومړی ځل هغه وخت کله چې یې د لویې سیاسي ډلې څخه د صدراعظم د نومولو د اعلان موده وغځوله."
اخوا بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن وویل؛ په عراق کې د یوه باثباته حکومت جوړېدل مهم دی.
نوموړي نوري المالکي ته خبرداری ورکړی چې؛ ستونزې جوړې نه کړي.
تر دې مخکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "ماري هارف" وویل؛ واشنګټن د قانون د عملي کوونکي په توګه د عراق له ولسمشر فواد معصوم څخه پوره ملاتړ کوي.
په یوه بل تحول کې د عراق صدراعظم ته وفاداره ځواکونو د مرکز بغداد ستراتیژیکي سیمې په خپل کنترول کې اخستي دي.
چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي؛ مالکي ته وفداره ځواکونو بغداد ته د تلونکو لارو مسوولیت پر غاړه اخستی دی.