د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت چارواکي وایې، د هرات د سلما بند تخنیکي چارې پای ته رسیدلې او دغه بند په د دوه زره او پنځلسم کال په لومړیو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغه وزارت سلا کارانجینیرحبیب الرحمن رحمت مایار ازادۍ راډیو ته وویل، دغه بند د څلویښت میګا واټه بریښنا د تولید توان لري او په هرات کې دننه به دو دیرش زره کورنیو ته بریښنا ورکړي:
″د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ میاشتې په لومړیو یا د روان کال د جدي میاشتې په یولسمه یې کار بشپړیږي او وروسته له هغه چې د اوبو ذخیره یې فعاله شوه، زه ډاډه یم چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اپریل په لومړیو کې به عملا ګټې اخیستو ته وسپارل شي. تخنیکي برخه کې مخکې نصب شوې او توربینونه یې د جوړیدو په حال کې دي.″
د ښاغلي مایار په خبره دغه بریښنا به په هرات کې د صنعتي پارکونو او فابریکو پر فعالیتونو هم مثبت اغیز وکړي.
د سلما بند د بیا جوړونې چارې د هند په لګښت پر مخ وړل کیږي، خو د قراردادي کمپنۍ د ځینو ستونزو له امله یې کار، چې ټاکل شوې وه درې کاله مخکې بشپړ شوای وای، تر اوسه ځنډیدلی دی.
هرات اوس مهال له ایران او ترکمنستانه خپله بریښنا واردوي.