د افغانستان دفاع وزارت وایي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې یې ۱۷ تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات د بدخشان، هلمند، کندهار، ارزګان، هرات، فاریاب، پکتیا، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې پیل شوي دي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه عملیات ټول د ملي اردو له خوا رهبري کیږي.
دغه عملیات په داسې حال کې کیږي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخوکې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه یو څه زیات شوي دي.