د عراق د کابینې یوه غړي پرون د اسلامي دولت ډله په عراق کې په جنګي جنایاتو تورنه کړه
د عراق د کابینې یوه غړي پرون د اسلامي دولت ډله په عراق کې په جنګي جنایاتو تورنه کړه او یې ویل چې دې ډلې د یزیدي مذهب سلګونه پیروان وژلي دي.
د عراق د بشري حقونو د چارو وزیرمحمدشیعه السوداني د داعش افراطي وسله واله ډله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یزیدي مذهب د سلګونو پیروانو په وژنه تورنه کړه او ویې ویل، چې دې ډلې خپل ډېره برخه قربانیان ژوندي ترخاورو لاندې کړي دي.
د اسلامي دولت افراطي ډلې ویلي چې یزیدي اقلیت شیطان نمانځي او که چېرته اسلام ته وانه وړي وبه وژل شي.
د راپورونو له مخې زرګونه یزیدیانو د داعش د وسله والو له وېرې خپل کورونه پریښي او د عراق د شمال غرونو کې یې پناه اخیستې.